ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۷/۲/۱۵ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_بهرنیو چارو وزارت: د اسرائیلو له‌ لوري د ټولې غزې د اشغال طرحه په کلکو ټکو غندو.

۲_مولوي سیف‌الاسلام خیبر: که د ملګرو ملتونو د ښځو برخه په رښتیا ځان د ښځو د حقونو مدافع بولي؛ نو باید غزه کې د ښځو پرله‌پسې قتل عام پر وړاندې غږ پورته کړي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_پاکستاني حکومت د پنځه لکه‌ کلدارو په بدل کې د اسلام‌اباد لویو هوټلونو ته د شرابو د پلور اجازه ورکړه.
  • [ ] منځنی ختیځ:
    ۱_سعودي عربستان د اسرائیلو له لوري د غزې د نيولو پرېکړه په کلکه غندلې.

۲_د فلسطين اسلامي جهاد غورځنګ د بنديانو د تبادلې په اړه اسرائيلو ته پيغام ورکړی.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_ټرمپ او پوتین راتلونکې جمعه الاسکا کې سره ګوري.

۲_د امریکا اټلانټا ایالت کې د ډزو پېښه؛ یو پولیس افسر وژل شوی.

۳_د ډونالډ ټرمپ په منځګړيتوب د ارمنستان او اذربايجان ترمنځ د سولې تړون لاسليک شو.

۴_خپلو اتباعو ته د امریکا خبرداری؛ اماراتو کې اسرائیلي ملکیتونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړئ.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version