په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف ویلي، چې جاپان په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو لپاره د اړینو واکسینونو په برخه کې ۶.۹ میلیونه امریکایي ډالر مرسته کوي.

د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد پروګرام له لارې به په منظمه توګه ۴.۱ میلیونه ماشومان او ښځې واکسین شي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: “د جاپان حکومت د یونېسف د هڅو په ملاتړ د جاپان د (جایکا) ادارې په همکارۍ په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو د حقونو او هغوی ته د بېړنیو اړتیاوو برابرولو په برخه کې اضافي ۶.۹ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې ده”

په خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه مرسته به د شري، نري رنځ، ګوزڼ، تور زېړي او تیتانوس څخه د ۴.۱ میلیونه ماشومانو او مېرمنو واکسیني خدمتونو ترڅنګ د پولیو واکسین د ملي کمپاین له لارې له پولیو یا ګوزن ناروغۍ څخه د ۴.۷ میلیونه ماشومانو د ساتنې لپاره ولګول شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version