نوین ساپی

دا چې د تېرې جمعې ورځ په بغلان ولایت کې سختو خونړیو سیلابونو خلکو ته په زیاته پیمانه مالي او ځاني زیانونه واړول، خواشینونکې او اندیښمنونکې ده.

هغه ویډوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې لیدل کېږي چې، یوه مور د خپل اولاد د ژوند د ژغورلو په هڅه کې ده، چغې او سورې وهي زړونه اره کوي.

په دې سختو او حساسو شېبو کې د وطن اصلي او حقیقي بچیان را ولاړېږي د مرستې لپاره خپلې مټې را بډ وهي او هیواد والو ته ژوند ورکوي.

کلونه پخوا هم همدې ته ورته خونړیو سیلابونو د هیواد په بیلابیلو سیمو حملې راوړې وې، یابه له خلکو سره مرستې وشوې یا به ونه شوې، یو څو تنو به پرې خولې پټې کړې.

د تېر نړېدلي نظام کوم لوړ پوړی چارواکی به چې د سیمې د لیدو لپاره او یا د خلکو د احوال اخیستو لپاره د تګ تابیا نیوله، دوه ورځې وړاندې به ورته امنیت نیول کېده، ترڅو چارواکي له سیمې لیدنه وکړي، هغه به هم په یوه داسې ټیپ او سټایل راغی چې، نیکټای داره درویشي به یې په تن وه، خلکو به داسې فکر کوه چې کوم کنسرت ته راغلی اوسي؛ برعکس د اوسني نظام هر چارواکی خاکساره، عاجزه، د مظلوم له حال او احوال خبر، چې کله یوې سیمې ته ورځي، یا تنها وي او یا به ورسره دوه، درې نفره ساتونکي وي، هغه هم په عادي جامو کې چې له عوامو سره به یې هیڅ توپیر هم نه کېږي؛ روښانه بیلګه یې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند دی، چې پر وخت سره یې ځان بغلان ولایت ته ورسوه، له خلکو سره یې خپله غمرازي له نېږدي شریکه کړه، د یاد ولایت له قومي مشرانو، علمای کرامو، جهادي قومندانانو، سپین ږیرو او ځوانانو سره یې وکتل.

همهاله د بغلان ولایت د علماوو شورا رئیس په هېواد کې د اسلامي نظام د حاکميت، سرتاسري امنیت د تأمین، په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د ښو لاسته راوړنو او له هېوادوالو سره د مسوولینو پر نېک چلند خوښي څرګنده کړه.

دغه راز یې د سېلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو سره د اسلامي امارت د رهبرۍ خواخوږي، پر وخت د مرستو رسولو او ستونزو ته له رسېدنې څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د بغلان ولايت ولسونه د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ دي او کلک ملاتړ يې کوي.

محترم ملا صاحب عبدالغني برادر اخوند د تسلیت او ډاډ ګیرنې په پار د سیمې خلکو ته وویل، په بغلان ولایت کې د راغلو سېلابونو له امله زموږ هېوادوالو ته بې شمېره ځاني او مالي تلفات اوښتي دي، موږ پر دغه رامنځته شوې غمیزه خواشیني يو، شهیدانو ته جنت الفردوس، قریبانو ته یې جمیل صبر او زخمیانو ته د الله تعالی له دربار څخه د عاجلې شفاء غوښتونکي یو.

نوموړي بغلان میشتو ته په خطاب کې وویل، زما راتګ یوازې د دې لپاره نه و، چې تاسو ته تسلیت ووایم، بلکې دا زموږ مسوولیت دی موږ پر افغانستان حاکمان نه، بلکې د دې ولس خادمان یو؛ موږ که له یوه لوري له دې لویې غمیزې سره مخامخ شوي یو، خو له بل لوري ویاړم چې د بغلان د ولسونو تر منځ مینه، یووالی او یو د بل لاس‌ نیوی موجود دى.

د مالوماتو له مخې د سېلابونو له امله ۳۱۵ کسان مړه او ۱۶۳۰ تنه ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې د قربانیانو لویه برخه ښځې او ماشومان دي.

له ښاغلي ملا برادر اخوند وروسته د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد هم د بغلان ولایت بورکې ولسوالۍ ته تللی، ترڅو د صحي وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړي.

د ولسونو، هیواد، دین او اسلام حقیقي او واقعي خدمتګارانو د خدمت مټې دې پیاوړې ووسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version