د اطلاعاتو او کتلور وزارت وايي، په کابل کې د جاپان سفیر تکه‌یوشي کیورومي د دغه وزارت د چارسمبالي وزیر خیر الله خیرخوا سره لیدلي او په دوه اړخیزو مسئایلو یې خبرې کړې دي.له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د جاپان سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مرستې ډاډ ورکړ او ویې وویل، چې هېواد به یې له افغانستان سره ۵۴ مېلیونه ډالر مرسته وکړي، چې دغه مرسته به د نشه‌يي توکو سره د مبارزې، اداري فساد او اقتصادي پرمختگ په برخه کې ولگول شي.کیورومي ویلي، جاپان غواړي له افغانستان سره ښې اړیکې ولري او اوس د دې وخت رارسېدلی چې نړۍ له افغانستان سره ښه تعامل وکړي.:«جاپان د افغانستان د تاریخي اثارو د ساتنې، بیارغونې او ملي موزیم په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي، څو د افغانستان لرغوني اثار خوندي پاتې شي.»د یو بل خبر له مخې، د هرات ځايي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې امنیتي مسوولینو ایران ته د ۳۴ قلمه تاریخي اثارو او د ۱۵۰۰ گرامه ګران بیه ښيښو د قاچاق مخنیوی کړی دی.د هرات امنیتي مسوولین وايي، یاد تاریخي اثار په گلران ولسوالۍ کې له یو کس سره نیول شوي، چې غوښتل یې ایران ته قاچاق کړي.:«نیول شوی کس تر څېړنو لاندې دی او دوسیه به یې ډېر ژر عدلي او قضايي ارگانونو ته وسپارل شي.»د هېواد په لویو لارو کې امنیتي مسوولین وخت ناوخت هغه کسان نیسي چې د افغانستان تاریخي اثار بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي ډول وړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version