د نړیوال بانک اجرائیوي پلاوي له افغانستان سره د ۳۰۰ مېلیونه ډالرو مالي مرسته تصویب کړې ده، چې په مټ به یې د کاسا زر پروژې نیمگړي کارونه بشپړ شي.یاد بانک ویلي، دغه مرسته به د افغان حکومت په لاس نه لگول کېږي، بلکې د کاسا زر پروژې نیمگړي کارونه به پرې بشپړ شي.د نړیوال بانک د مسوولینو په خبره، د کاسا زر پروژې کارونه په ۲۰۲۱ کال کې نیمگړي پاتې شول، خو اوس به یې په راتلونکو ۱۵ میاشتو کې پاتې کارونه بشپړ شي.:«مرسته شوې پیسې نړیوالو سازمونو ته ورکول کېږي، چې ډېره برخه به یې ملگري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه وي.»د کاسا زر پروژره ۱۳سوه مېګاواټه برېښنا له تاجکستان او قرغزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي، چې له دې لارې د لېږدېدونکې برېښنا له ټولييز حجم ۳سوه مېګاواټه يې افغانستان او پاتې زر مېګاواټه يې پاکستان ته ورکول کېږي.د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د کاسا زر پروژه د افغانستان اقتصادي ودې لپاره د دروازې پرانیستل دي، چې په افغانستان کې به د فقر، بېوزلۍ او بېکارۍ کچه ورسره راکمه شي، زرگونه خلکو ته به کار پیدا شي او ورسره د برېښنا اوسنۍ ستونزه تر یوه حده هواره شي.د افغانستان د برېښنا شرکت هم د نړیوال بانک اوسنۍ پرېکړه ستایلې ده. د یاد شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي، د کاسا زر پروژې په بشپړېدو سره به د افغانستان د برېښنا اوسنۍ ستونزه تر یوه حده حل شي.د افغانستان ډېره برېښنا وارداتي ده، چې له ایران، تاجیکستان او ترکمنستان څخه وارد شوې ده.