ایمل پښتون

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بریا لږ وروسته، د پنجشیر په دره کې د یوه په اصطلاح مقاومتي؟! غورځنګ د مشر احمد مسعود په مشرۍ د تاجک د افسانوي جنګجو احمد شاه مسعود زوی، چې په ۲۰۰۱ کال کې ووژل شو، راڅرګند شو. د طالبانو پر ضد د مقاومت دغه ډله چې رسمي نوم یې د افغانستان د ملي مقاومت جبهه (NRF) ده، د دوهم مقاومت په نوم هم یادیږي، پخوانۍ شمالي ټلواله لومړی مقاومت و، د شمالي ټلوالې څو پخواني غړي چې د اشرف غني په حکومت کې شامل وو. د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پنجشیر ته وتښتیدل. په دې ټولګه کې د غني په حکومت کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح هم شامل و. دغه مقاومت ډېر زر مات، دړې وړې او تيت پرک شو.پر دې سربېره د ملي مقاومت د جبهې ډېری مشران له افغانستانه په تيښته بريالي شول، چې مسعود او صالح دواړه تاجکستان هېواد ته ووتل.د طالبانو پر وړاندې ډېر لږ وسله وال مقاومت وشو. که څه هم د مقاومت څو ډلو په تېره بیا د افغانستان د ملي مقاومت جبهې، چې مشري یې د احمدشاه مسعود د زوی احمد مسعود په غاړه ده، خپل حضور څرګند کړ. چې ډېر زر د اسلامي امارت د زړورو مجاهدینو له توندو څپو سره مخ، او د پنجشیر ځمکه یې له شر څخه پاکه شوه. خو دغه ډله او څو کوچنۍ ډلې چې جوړې شوې دي، د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې د تل لپاره ناکام برېښي، د دوی ستونزې درې اړخيزه دي. د بېلګې په توګه په ډېرو مواردو کې دغه ډلې د پنجشېر د درې له غرنیو سیمو پرته د طالبانو پر ضد وسله وال مقاومت ونه شو کولی، چې هلته هم سرکوب شول، چې دا د اولسي ملاتړ د نشت په مانا دی. سربېره پر دې په ډېرو مواردو کې د دغو مقاومتي ډلو مشران له هېواده رټل شوي او تښتېدلي خلک دي. نو دوی مجبور دي چې له بهر څخه د طالبانو سره جګړه وکړي، چې هلته هم يوازې سیل بین برېښي. په پای کې د دې مقاومت ډلې هیڅ یو د بهرنیو هیوادونو څخه د پام وړ ملاتړ ندی موندلی.افغانانو د 2021 په اګست مياشت د طالبانو واک ته د رسېدلو تود هرکلی وکړ. طالبانو په خپلې اسلامي سياسي ستراتیژۍ سره د افغانستان اقوام او خلک متحد او په یو صف کې ودرول.د هېواد سل سلنه خاوره، د اسلامي امارت تر واک لاندې او د امن ټاټوبی وګرځېد. هېوادول، قومونه او قبیلې د امن، سوکالۍ، اقتصادي ودې او پرمختيا څخه خورا خوند اخلي.بلخوا بیا هلته ملي مقاومت په واشنګټن ډي سي کې خپل دفتر پرانیستی او ویاند یې علي نظري له بېلابېلو هېوادونو څخه د جبهې د ملاتړ په لټه کې دی. خو تر اوسه هیڅ هیواد دوی په رسمیت نه دي پیژندلي او یا یې د اړتیا وړ نظامي مرسته نه ده کړې. همدارنګه د سیاسي مسایلو کارپوه اصف ننګ له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې د مقاومت جبهه د «جګړو او مقاومتونو څلورم نسل» دی او هغه ایډیال چې پخوا موجود وو اوس وجود نه لري.ننګ زیاته کړه: د مقاومت څلورم نسل له څو ازموینو تېر شو، ځکه چې دوی ته ډیموکراسي ورکړل شوه، جمهوریت د دوی په واک کې و، دوی خپل اولس او د دې هېواد خلکو ته خپله ازموینه ورکړه او د تېر وخت ایډیالونه یې تر پښو لاندې کړل. “دا چې اوس خلک د نویو ایډیالونو سره سم په دوی باور نه شي کولی. دوی د نظریاتو او ایډیالوژیو له بحران سره مخ دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version