د جرمني حکومت ویلي، چې د مصنوعي ځېرکتیا په مرسته رهبري کېدونکي ۴۰۰۰ بې پیلوټه الوتکې اوکراین ته ورکوي.

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس خبریالانو ته ویلي، چې دا بې پیلوټه الوتکې «په مصنوعي ځیرکتیا سمبالې او رهبري کېدونکي دي» همدارنګه کولی شي د دښمن د برېښنايي ډرونونو دفاع له سېستم څخه تېرې شي.

د سياسي شنونکو په باور اوکراین ته د جرمني له‌خوا د دا ډول وسلو ورکول سیمه کې د تاوتریخوالي د کچې په ډېرولو کې نېغ په نېغه اغېزه کوي او ښایي په اوکراین کې د جګړې د پراخېدو لامل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version