د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن سه شنبه د دغه هېواد د د پوځ له یو شمېر مهمو قومندانانو سره په لیدنه کې ویلي: پر اسرائیلو له برید نه پر شا کېږو او په مناسب وخت کې دا برید ترسره کوو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت صهیونیستي اسرائیلو پر ایران هوایي بریدونه وکړل، چې د دغه هېواد د هوایي دفاع سېستم څو تنه کارکوونکي پکې ووژل شول او له هغې راوروسته ايران بار بار په اسرائیلو د خطرناک بريد ترسره کولو ګواښ کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version