له خیبر پښتونخوا د هندوکشغږ سرچینې وايي، پاکستاني طالبانو د جمرود ولسوالۍ په «راجګال» سیمه کې د نښتې پر مهال ۱۵ پاکستاني عسکر وژلي او ۸ نور یې ټپيان کړي دي.
د سرچینې د معلوماتو لهمخې، په دغه نښته کې پاکستاني طالبانو ته کوم زیان نه دی اوښتی او د پوځ د وژل شويو عسکرو جسدونه تر شپږو ساعتونو په میدان کې پراته وو.
تراوسه د پاکستان ځایي حکومتي سرچینو په رسمي ډول په دې اړه څه نهدي ویلي.