پخواني جنرال کامران امان په کابل کې يوې خبري غونډې ته په وینا کې وويل، افغان پوځیانو په خپل سوګند کې ژمنه کړې وه چې، د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو څخه به دفاع کوي، خو ځینو جنرالانو خپل ځواکونه اړ وېستل چې له خپل مور وطن سره خیانت وکړي.
هغه زیاته کړه: «له بده مرغه یو شمېر پوځي جنرالانو خپل ځواکونه اړ وېستل چې خپل ناموس بهرنیو هېوادونو ته وسپاري او له خپل مور وطن سره خیانت وکړي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د پخواني جمهوري حکومت د سقوط پر مهال د افغانستان لسګونه الوتکې او پوځي تجهیزات ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول شوي او لا هم بېرته هېواد ته نه دي انتقال شوي.