کابل کې د پخوانيو جنرالانو او افسرانو له لوري له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغانستان د نظامي وسايطو د غوښتنې خبري کنفرانس ته پخواني جنرال عبدالستار خټګر په خپلو خبرو کې ويلي چې، افغانستان تل له خپلو ګاونډيانو سره ښه تعامل کړی او له نورو هم ښه تعامل غواړي، خو که څوک په افغانستان تجاوز کول غواړي، نو د افغانستان تېر تاريخ دې وګوري، له ښۀ تعامل پرته يو بل تاريخ هم لري چې هغه متجاوزینو ته غاښ ماتوونکی ځواب دی.

ښاغلي خټګر زياته کړې «ټرمپ وايي چې د بګرام نيول او وسلې اخيستل غواړو، موږ پخواني جنرالان په اسلامي امارت غږ کوو، څنګه مو چې خپل هېواد له اشغاله خلاص کړ، هېڅ‌چا ته اجازه ورنه کړئ چې خپل جنګونه له افغانستان څخه وکړي او دا خاوره د خپلو سیالانو سره د سيالۍ او د جګړې ډګر وګرځوي».

نوموړی همدا راز زياتوي چې، امريکا چې د وسلو دعوه کوي، موږ هم د هغو وسلو تاوان غواړو چې امريکا له منځه يووړې او موږ ته يې په مقابل کې کمزورې وسلې او مهمات راکړل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version