د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د محتسبینو په هڅو د جوزجان ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د دوه قومونو ترمنځ ۲۱ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د یاد وزارت په وینا، یاده دښمني د ځمکې د ملکیت پر سر رامنځته شوې وه، چې پکې د دواړو لوریو ۲۰ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.