د بلوچستان ایالت پنجګور ولسوالۍ کې پر درېیو امنیتي پوستو هممهاله برید شوی، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه اته پاکستاني عسکر وژل شوي، ۳ لادرکه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
یو شمېر سیمهییزې سرچینې وایي، برید د شاوخوا ۸۰ وسلهوالو له لوري چې په موټرو کې سپاره وو، تر سره شوی دی.
ویل شوي، وسلهوالو لومړی د پوستو مخابراتي وسایل لهمنځه وړي او بیا یې له څو لوریو پر یادو پوستو برید کړی دی.
ورته مهال ځایي پاکستاني چارواکو برید او پاکستاني پوځ ته اوښتې یاده مرګژوبله تائید کړې ده.