جوزېف بورېل، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر ویلي، د بشري مرستو لپاره په غزه کې د یادې ټولنې ۲۶ غړو هېوادونو د جګړې د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې ده. د دې ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو له ډلې تنها هنګري له دې غوښتنې سره مخالفت کړی دی. ښاغلي بورېل ټینګار کړی، چې د جګړې سمدستي اوربند باید د تلپاتې اوربند د رامنځته کېدو سبب شي. دا غوښتنه په داسې حال کې تر سره شوې، چې اسرائیلي ځواکونو د غزې تړانګې په جنوب او د رفح په ښارګوټي د سختو بریدونو لپاره تابیا نیولې او د تیارسۍ په حالت کې دي.بلخوا د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت وایي چې، د اسرائیلو د هوایي او ځمکني عملیاتو په ترڅ کې ۲۹زره کسان د غزې په تړانګه کې وژل شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version