د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغانستان په تړاو دوه ورځینۍ غونډه پرون پای ته ورسېده.د غونډې اجنډا کې یوه موضوع د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل وو چې د غونډې ګډونوال پرې توافق ته و نه رسېدل او دغه موضوع بلې غونډې ته پاتې شوه.افغان حکومت د ملګرو ملتونو له لوري د ځانګړي استازي ټاکل نه مني.دا چې افغان حکومت ولې د ملګرو ملتونو استازی نه مني، یو دلیل یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یوې بلې ادارې یوناما موجودیت ښودل شوی دی.په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین له NHK جاپاني رسنۍ سره خبرو کې ویلي، احتمال شته چې ځانګړی استازی به د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅه وکړي.شاهین زیاته کړې چې کیدی شي ځانګړی استازی به ځینې تصامیم په افغانستان تحمیل کړي.افغان حکومت په ځلونو د یوناما په موجودیت کې د ملګرو ملتونو له لوري د بل ځانګړي استازي ټاکلو سره مخالفت کړی دی.روسیه او چین هم د افغان حکومت د دریځ ملاتړ کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version