د لبنان حزب الله ډلې ويلي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پر اسرائیل ۶۰ بریدونه کړي، چې پکې سرحدي پوستې، پوځي هډې، رادارونه، میرکافا ټانګونه او نور نظامي وسایط په نښه شوي دي.

حزب الله همداراز ویلي، سره له دې چې واشنګټن د سیمې ثبات مخه نیسي، دوی په دې برخه کې د روسیې رول ته هیله ‌من دي.

لبنان کې د اسرائیل له لوري په دې وروستيو کې پيل شوي ځمکني عمليات، د دوی لپاره له سختو تلفاتو سره مخ دي او عامو اسرائیلي وګړو هم د عملیاتو پر مهال د نتنياهو او نورو چارواکو د بې غورۍ له امله د اوښتو زيانونو پر ضد لاريون کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version