د لبنان حزب الله ډله وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پر اسرائیل ۸۲ بریدونه کړي، چې پکې د دغه هېواد پوځي اډې، میرکافا ټانګونه او د مهماتو زېرمې په نښه شوې دي.
په ورته وخت اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، چې حزب الله خپل جنګي تکتیک بدل کړی، اوس خپل بریدونه د خبري ساعتونو او دقیقو سره تنظیموي او د اسرائیل دفاعي سیسټم ننګولو لپاره له کوچنیو سرګلولو لرونکو توغندیو کار اخلي.
د حزب الله د وروستي بريدونو ډېری برخه یې اسرائیل کې پر خپلو اهدافو لګېدلي او د مالي زیان سربېره یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.
