د افغانستان د خصوصي ښوونځیو ټولنه وايي، په روان ۱۴۰۳ل کال کې د کابل په گډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې له ۵۰۰ ډېر خصوصي ښوونځي جوړ شوي دي.


د یادې ټولنې رئیس عظیم میدانوال وايي، په ټول هېواد کې په خصوصي ښوونځیو کې شااوخوا یو نیم مېلیون زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي.


د میدانوال په خبره، سږکال کابو ۵۰۰ تر ۶۰۰ خصوصي ښوونځي په مرکز او ولایتونو کې جوړ شوي دي. په هغو سیمو کې چې له دې مخکې هېڅ خصوصي ښوونځی نه‌و، اوس د دغو ښوونځیو له جوړېدو سره سلگونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده.


که څه هم اوسمهال په هېواد کې خصوصي سکتور ته د روغتیا، لوړو زده‌کړو او پوهنې په برخه کې زمینه پراخه شوې ده؛ خو عام خلک غواړي چې د دولتي ښوونځیو سویې باید لوړې شي او د خصوصي ښوونځیو په شان په دولتي ښوونځیو کې هم زده‌کوونکي د اوسني عصر سره سم ورزول شي.


په هېواد کې د دولتي ښوونځیو سویې ورځ تر بلې ټیټېږي. ښوونکي له زده‌کوونکو سره هغسې خواري نه کوي، کومه خواري چې په خصوصي ښوونځیو کې له زده‌کوونکو سره کېږي.
په هېواد کې د عام غربت له امله ټول خلک نه‌شي کولی چې خپل بچیان په خصوصي ښوونځیو کې شامل کړي او یوازې هغه خلک خپل بچیان خصوصي ښوونځیو ته لېږي، چې ژوند یې لږ ښه وي.


د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د خصوصي ښوونځیو د ۱۴۰۰ کال مالیه یې معاف کړې ده او یاد وزارت په هېواد کې د خصوصي ښوونځیو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې نورې اسانتیاوې هم ورته برابرې کړي.


اوسمهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۳ زره او ۵۰۰ خصوصي ښوونځي شته، چې له دې ډلې نږدې ۱۵۰۰ ښوونځي په کابل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version