حماس اسلامي غورځنګ اعلان کړی، چې غزه کې د اوربند لپاره د روانو خبرو اترو په لړ کې یې د ۱۰ صهیونیستي زندانیانو له خوشې کېدو سره هوکړه کړې.
یاد غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د حماس مشران په جدي او مسؤلانه ډول هڅه کوي، څو یو داسې هر اړخیز تړون رامنځته شي، چې جګړه پای ته ورسوي، د بشري مرستو پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي او د غزې خلکو پر وړاندې روانه جګړه پایته ورسوي.
حماس ټینګار کړی، چې سره له دې چې په خبرو اترو کې پرمختګ شوی، خو لا هم د یو شمېر مهمو موضوعاتو حل، چې پکې د اشغالګرو ځواکونو وتل، د مرستو دوام، او د یو واقعي تلپاتې اوربند لپاره ضمانتونه شامل دي، پاتې دي.
اعلامیه زیاتوي، که څه هم مذاکرات د اشغالګر رژیم د سرزورۍ له امله سخت دي؛ خو حماس لا هم د منځګړو هېوادونو له لارې له مثبتې روحیې سره هڅې ته دوام ورکوي، څو د غزې د خلکو مشروع غوښتنې لکه ازادي، امنیت او باعزته ژوند تحقق ومومي.