د حماس اسلامي غورځنګ لوړپوړي مشر عزت الرشق پر صهیونیستي اسرائیلو د ایران ځوابي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د ایران پرېکنده ځواب دا ثابته کړه، چې تېري او زورواکي بې ځوابه نه پاتې کېږي.

نوموړي زیاته کړې، سره له دې چې صهیونیستي رژیم پرمختللي دفاعي سیستمونه لري، خو بیا هم لسګونه ایراني توغندي په دقیق ډول خپل اهداف ویشتي دي.

د نوموړي په وینا، صهیونیستي رژیم د سیمې پر ولسونو له کلونو راهیسې اور بل کړی، خو اوس په‌خپله پکې سوځي.

د ویلو ده، چې ایران په ځايي وخت تېره شپه شاوخوا لس بجې پر اسرائیلو ځوابي بریدونه وکړل، چې په وقفه‌یي ډول تر اوسه دوام لري. ایران خپلو عملیاتو ته د صادق-۳ وعده نوم ورکړی او ویلي یې دي، چې تر څو اړتیا وي بریدونه به یې دوام ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version