د نړیوالو رسنیو د راپورونو لهمخې، پر صهیونیستي اسرائیلو د ایران له خوا د بریدونو له پیل راهیسې د وژل شویو او ټپي شویو صهیونیستانو شمېر له سلو تنو اوښتی.
له دې ډلې درې تنه وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي چې د ګڼو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک هم ښودل شوی.
ایراني چارواکي وایي، پر اسرائیلو به یې بریدونه د اړتیا تر مهاله دوام لري او په دې برخه کې د هېوادونو له خوا د حوصلې غوښتنه هیڅ راز توجیه نهلري.
له بل لوري د روسیې ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې ایران په اسرائیلو کې پر ۱۵۰ اهدافو توغندیز بریدونه کړي چې له امله یې په ګڼو صهیونیست مېشتو ښارونو کې پراخه ويجاړي هم رامنځته شوې ده.