‏حماس اسلامي غورځنګ د فلسطیني مقاومت ډلو په استازیتوب د غزې د اوربند وړاندیز ته خپل رسمي ځواب منځګړو هېوادونو ته سپارلی.

د راپورونو له‌مخې، لا هم پر درې مهمو مواردو د دواړو لوریو ترمنځ اختلافات پر خپل ځای پاتي دي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له‌مخې، دغه اختلافات د امریکا د شفاهي ژمنو پر ځای پر رسمي تضمین، د فلسطیني اسیرانو پر خوشې کېدو او د جګړې د پای لپاره ‏د باور وړ ضمانت نشتوالي پورې تړلي دي.

ورته مهال صهیونیستي رسنیو راپور ورکړی، چې صهیونیستي امنیتي او استخباراتي چارواکو د حماس ځواب ترلاسه کړی، خو دا ځواب یې ناکافي بللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version