بلوڅ بېلتون پالو (بي اېل اې) د دوه جلا خبرپاڼو په خپرولو سره خبر ورکړی، چې جنګياليو یې د بلوچستان ایالت نوشکي ولسوالۍ کې پر کمانډویانو برید ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې ۷ تنه کمانډویان وژل شوي دي.

دغو جنګياليو همدا راز د بلوچستان ایالت په تیرتیج ولسوالۍ کې هم پر پاکستاني عسکرو بريد کړی چې په ترڅ کې یې ۳ تنه وژل شوي او ۲ ټپيان دي.

د بلوڅو په وینا، په دغه برید کې ۴ تنه بلوڅ سرمچاران هم وژل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version