الجزيرې د حماس اسلامي غورځنګ د يوه جګپوړي غړي له قوله خبر ورکړی چې د حماس غورځنګ د سياسي او نظامي دفتر مشر «يحيی ابراهيم سنوار» له صهيونيستي اسرائيلو سره پرون په مخامخ جګړه کې شهيد شوی.

الجزيرې د حماس جګپوړي چارواکي باسم نعيم له قوله ليکي«د قدر وړ کسانو په ځانګړې توګه د يحيی سنوار په څېر شخصيتونو له لاسه ورکول دردوونکي دي؛ خو هغه څه چې موږ پرې ډاډه يو دا دي چې په پای کې بری زموږ دی».

د يادونې وړ ده يحيی سنوار په تهران کې د اسماعيل هنيه‌ له شهادت وروسته د حماس اسلامي غورځنګ د سياسي دفتر مشر وټاکل شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version