د اسلامي امارت مرکزي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي چې په افغانستان کې په لومړي ځل نوی بس موټر تولید شو.

د ښاغلي مجاهد په خبره دا جوړ شوی بس موټر د افغانستان کورنی تولید دی چې ډير ژر به یې په اړه افتتاحیه مراسم هم ترسره شي، او د ښاري خدماتو ترسره کولو لپاره به په کار واچول شي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په وروستيو څو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې افغانستان خپل توليدات ډېر کړي او تر ډېره حده خودکفايۍ ته پاملرنه شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version