‏حماس اسلامي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې د نړیوالو ځواکونو د مېشتېدو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شوری وروستی پرېکړه‌لیک رد کړ.

حماس ویلي، یاد پرېکړه‌لیک د فلسطینیانو حقونه او غوښتنې نه پوره کوي او هڅه کوي چې پر غزې تړانګې نړیوال قیمومیت وتپي، چې د غزې خلکو او مقاومت ځواکونو ته د منلو نه‌دی.

په اعلامیه کې راغلي، چې دا پریکړه‌لیک د هغو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یوه وسیله ده چې اشغالګر یې د نسل وژنې او جګړې له لارې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل.

حماس اسلامي غورځنګ ویلي، چې د دې پریکړه‌لیک په مرسته هڅه کېږي چې غزه تړانګه د فلسطین له نورو جلا او فلسطیني ولس ته نورې ستونزې رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شوری دوشنبه (د لړم ۲۶مه) په غزه کې د نړیوالو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ طرحه په ۱۳ موافقو او ۲ ممتنع رایو سره تصویب کړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version