الجزیره وايي، د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر یوه غړي د امریکا لخوا شوی د غزې د اوربند وروستنی وړانديز د فلسطیني ولس د وژنو، کلا بندۍ او قحطۍ د دوام هڅه بللې ده.

د حماس غورځنګ دې مشر اسماعیل نعیم د فرانس پرېس خبري آژانس سره په خبرو کې ټینګار کړی، «د امریکا له لوري د اوربند وړاندیز د غزې د خلکو لپاره د وژنو او قحطۍ مانا لري، او زموږ د ملت هیڅ غوښتنه، په ځانګړي ډول د جګړې درول، نه پوره کوي».

نوموړي زیاته کړې: «پر دې سربېره هم د حماس مشرتابه د ملي مسئولیت پر بنسټ دا وړاندیز له جدي غور لاندې نیولی دی».

بل لور ته سپینې ماڼۍ تر دې وړاندې ویلي وو، چې اسرائیل د امریکا وړاندیز شوی اوربند منلی او واشنګټن دا وړاندیز د ارزونې لپاره حماس ته سپارلی دی.

د شنونکو په وينا، که څه هم د اوربند د وړانديز جزئيات نه دي خپاره شوي خو داسې ښکاري چې په وړانديز کې د حماس غورځنګ په تېره د فلسطيني ولس غوښتنې په پام کې نه دي نیول شوي او يواځې د اسرائيلو په ګټه راڅرخي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version