حماس غورځنګ په يوه اعلاميه کې د بریتانیا، کاناډا او اسټرالیا لخوا د فلسطین دولت، د رسميت پېژندنې په تړاو ویلي، چې دا یو مهم ګام دی، چې د فلسطین د خلکو پر خپل مشروع حق، قربانیو او مقاومت اعتراف کیږي.

دغه غورځنګ ټینګار کړی، چې دغه اقدام باید له عملي ګامونو سره مل وي، تر څو په غزه کې د اسرائیل له‌خوا د روانې نسل وژنې مخه ونیول شي.

همداراز، حماس له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې له اسرائیلي رژیم سره هر ډول همکاري بنده کړي او مشران یې د جنګي جنایتونو له امله نړیوالو محکمو ته راکش کړي.

دغه‌راز یې ویلي، چې نړیوال باید د فلسطینیانو د آزادۍ، خپلواکۍ او د خپل دولت د جوړېدو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ياده دې وي، چې پرون ورځ اسټراليا، بريتانيا او کاناډا هېوادونو رسماً د فلسطين دولت په رسميت پېژندو اعلان وکړ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version