د ملي اسلامي اردو ۱۰۰ تنه منسوبین، د عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌ عنه د جګړه‌‌ییزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ له مسلکي زده‌کړو فارغ شول.

د یادې قومندانۍ د خبرپاڼې له‌مخې، دغو منسوبینو ته د «D-30» توپ او «SPG-9» د ساتنې او څارنې، د لارې پاکولو، منځنۍ شبکې، مالي بریدملانو او بریدملانو د رهبریت برخو کې زده‌کړې ورکړل شوې دي.

فارغانو مسئولینو ته ډاډ ورکړی، چې په بشپړه زړورتیا به د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو ساتنه وکړي.

د ویلو ده، چې تر دې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت په روزنیزو مرکزونو کې لسګونه زره منسوبین په بېلابېلو برخو کې روزلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version