د ایران تسنیم خبري اژانس د راپور له‌مخې، د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي عزت الرشق ویلي، چې د «لوی اسرائیل» د جوړېدو نظریه ټولې عربي اسلامي نړۍ ته ګواښ دی.

نوموړي زیاته کړې، چې نتنیاهو لوی اسرائیل خپل ارمان بولي، خو مونږ دا ګواښ بولو او په خبره یې اړتیا ده، چې د دې ګواښ د له‌منځه وړلو لپاره باید ګډه مبارزه وشي.

ښاغلي الرشق ویلي، چې نتنیاهو د خپلو مغرضو پلانونو لپاره پر «تلمودي افسانو» تکیه کوي، چې له دې سره دا څرګندېږي چې دی خپله او حزب یې له حریدي صهیونیستانو او نورو افراطیانو سره په څنګ ولاړ دی.

دا څرګندونې دا مهال شوي، چې وړمه ورځ د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوه تلویزیونې وینا کې وویل، چې دی ځان د «لوی اسرائیل» تاریخي او مذهبي ماموریت ته نږدې ویني.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version