شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp په داسې حال کې چې هندوکش غږ په دې وروستيو کې د مقاومت په نوم د خيالي جبهې د ځينو غړو او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د ناستو او همکاريو ځينې سندونه افشا کړل اوس تازه د دې جبهې غړو د پاکستان د ازادۍ ټرځې لمانځنې ته خپل پيغامونه لېږلي او پاکستان يې خپل ورور او دوست بللی دی.د افغانستان د سرپرست حکومت د مخالفې جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري ويلي، دوی د پاکستان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت خپل «ورور ملت» ته مبارکي وایي. هغه زياته کړې «موږ باور لرو چې پاکستان سره په ګډه کولی شو یو ښه راتلونکی جوړ کړو، د دوستۍ او همکارۍ داسې دور راولو، چې پر متقابلو ګټو ولاړ وي.»په ورته مهال د جمهوريت ګوند مشر محمد محقق هم پاکستان ته د ازادۍ د کلیزې په مناسبت له زړه نه مبارکي ويلې ده.نوموړي زياته کړې «موږ په دې سختو ورځو کې پاکستان سره ولاړ یو او خپل ځان د خپلو وروڼو ترڅنګ ګڼو.»