حماس د رویټرز خبري اژانس هغه راپور رد کړ چې ګواکې په غزه کې د دوی ۶۰۰۰ سرتیري وژل شوي دي.تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس د حماس د یوه قومندان له قوله لیکلي وو چې دغې ډلې د اسرائیلو او غزې تر منځ په ۴ میاشتنۍ جګړه کې خپل ۶۰۰۰ ځواکونه له لاسه ورکړي دي.پر غزې دا بریدونه وروسته تر هغې پیل شول چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګره ګڼل شوې ډلې حماس پر اسراییلو برید وکړ او ۱۲۰۰ کسان یې ووژل.اسراییلو د دغه برید په غبرګون په غزې تړانګه خپلې هوايي او ځمکنۍ حملې پيل کړې او تر دې دمه د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې څه باندې ۲۹زره کسان وژل شوي.د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي د عدالت نړیواله محکمه کې وویل چې دمګړۍ د غزې دوه میلیون او درې لکه کسان چې نیمايي یې ماشومان دي له خپلو مېنو بې ځایه شوي، بمباریږي، وژل کېږي او ټپیانیږي.هغه همدارنګه په ټوله کې د لویدیځې غاړې او بیت المقدس کې شاوخوا درې نیمو میلیونو فلسطینیانو ته په اشارې وویل چې د ده په خبره، له استعمار او تاوتریخوالي سره مخ دي.د هبرو پوهنتون استاد او د اسراییل د ډموکراسۍ بنسټ غړي یووال شاني اسوشیتید پرېس ته ویلي، اسراییل به د امنیتي ملحوظاتو پر بنسټ روان اشغال توجیه کړي په تېره بیا د سولې د یوه تړون د نشتوالي په خاطر.خو فلسطیني چارواکي وايي چې اشغال تر امنیتي ملحوظاتو ور هاخوا ډېر پراخ اړخونه لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version