ارغوان وطنیار

کله چې د امریکا او شوروي نیابتي اور د افغانستان اسلامي امارت مړ کړ، د هیواد په شرق او غرب کې یوه اداره او امیر واکمن شو، د شر او فساد په ماڼۍ زوال راغی د هغوی د ظلم او استکبار زور اوبه شو، نو امریکا او انډیوالانو یې د بُن ډرامه شروع کړه او خپل ټول نیابتي عسکر یې د جرمني په بُن ښار کې سره ټول کړل او هغوی ته یې نوې اجنډا ورکړه او ټول یې تر واحدې قومندې لاندې راوستل، د عطف ټکی دادی چې دوی پخوا هریو ځانته رهبران ول، د تنظیمي لښکرکشیو پرمهال د وطن هر کلي او هرې کوڅې یو فرعون درلود، قومندان او قومندان بازي، پاټک او پاټکسالاري خپل اوج کې ول، ولس تر مرۍ د دوی د بدمستیو غرامت او جبران ګاله، دوی هلکان ځانونو ته ودول، د مظلوم وطنوال دروازې کې به یو قومندان ډزې وکړې چې فلاني درېیمه او څلورمه ښځه ځانته وکړه او د فلاني لور د فلاني قومندان په نامه شوه، څوک جمعیتي و، څوک حزبی و، چا د محاذ بیرغ په اوږو ګرځاوه، چا د نجات له مایکه خپل منشور په ملت تپه، چا د وحدت حزب له ادرسه د ملت په تندي پینځه انچه میخونه ټکوهل او داسې سل او زر مظالم روان ول، هغه بوږنوونکي اختناق په ملت روان و چې اسراییلو پر فسلطین نه لوراوه.لوږه، فقر، جګړه، بې ناموسي، عذاب او قیامت په دې ولس د شر او فساد لښکرو راوستی و، چې له کندهاره یو خړ پړ زلمي یو ډانګ را واخیسته، دا ټول لېوان او سپي یې د خلکو له کورونو او کوڅو پسې واخیستل، د ملي نجات لمر د دې ملت په اسمان را بره شو.د رقص مُرده، میخ کوبي، د افشارو د وینو تنور، ورانۍ او بې ناموسۍ ختمې شوې، په افغانانو د نجات دا ورځ په لویدیزوالو سخته تمامه شوه، دا ټول لېوان یې یو میز ته کېنول، تسلیح یې کړل او تجهیز یې کړل، تر خولې یې د ډالرو په بستو وپړسول او په افغانستان یې راشوه کړل، دوی یو ځل بیا خپله تنده د ملت په وینو سړه کړه، د دښتې لیلې فاجعه یې ښه بیلګه ده، له قتلونو تر جنسي تیريو ټول قصاوتونه بیا تکرار شول، آن سپین ږیری اکبر بای او سپین ږیری ایشچي هم له جنسي تیریو خوندي نه شول پاتې.د افغانستان په کانونو داسې چور او تالان ګډ شو ته وا چې دې غرونو او ملي شتمنیو کوم مالک نه لاره، په بې رحمۍ تاریخي ابدات او کاني زیرمې غیر فني استخراج کېدل او قاچاق کېدل، جګړې په ټېکه اخیستل کېدې، کوم ولایت کې به ګمنامه سپاهیانو تبارز کاوه، نو بیا به دغو نیابتي ډلو سکټورونه ایجادول، ان امریکایي یرغلګر به یې تر تظامي هډو سکورټول.هغه سیمې چې خال خال به وسلواله مبارزه شروع شوه، همدې نیابتي ډلو به جنګونه په اجاره اخیستل او هلته به یې بسته بسته کلي د اور خوراک کړل.همدې ډلو به د امریکا د بلک هاک، اپاچي، جیټ او بې پیلوټه طیارو تر سیوري لاندې د افغانستان ګمنامه سپاهیانو پسې د غرونو ناوونه او آن غارونه لټول.بیا د خدای په نصرت او د بې شمېره سرونو په شیندلو یو لوی طاغوتي او شریره ټلواله تس نس نشوه، دا جغرافیې له شریرو منګولو نجات ومونده، اوس یې بیا د تېري سناریو د تکرار لپاره هماغه وږي لېوان رامخته کړي، ترڅو دا ملت پرې بیا وداړي.یو څه په کار ده چې بیا د خرو او غوایانو په غوبل کې دا ملت څوک میده نه کړي. هغه د ملت بیداري ده او انسجام دی چې د روان توپان مخه ډپ کولای شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version