د حنظله په نوم د ایراني هېکرانو یوې ډلې ویلي، چې په یو لړ سایبري عملیاتو کې یې د متحده عربي اماراتو شپږ پېټا بایټه معلومات په بشپړه توګه له منځه وړي. یادې ډلې ادعا کړې، چې د دغو معلوماتو بېرته راګرځول ناممکن دي.
حنظله ویلي، چې دغه راز یې د اماراتو د ځمکو ادارې، د دوبۍ د محاکمو او سړکونو د ادارو ۱۴۹ ټي بي حساس اسناد یې هم لاسته ورغلي دي.
ددې ډلې په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا سایبري عملیات د اماراتو د مشرانو له خوا د مقاومت محور پر وړاندې د «خیانت» په غبرګون کې ترسره شوي.
یادې ډلې ادعا کړې، چې د بریدونو له امله اوس مهال دوبۍ له بې سارې ګډوډۍ سره مخ ده او د ښار اداري چارې او عمومي خدمات اغېزمن شوي دي.
حنظله هېکرې ډلې وړاندې خبرداری ورکړی، چې ګوته په ماشه دي او هر ډول «خیانت» ته به سخت ځواب ورکړي.
