د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي د حرفوي زده‌کړو د یوه خصوصي مرکز په فراعت غونډه کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې څه باندې ۴۰زره ځوانان له حرفوي زده‌کړو فارغ شوي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړې، چې یادو ځوانانو ته په ګرافيک‌ډیزاین، وېب‌ډیزاین او د موبايل ترمیم په برخو کې شپږ میاشتنۍ نظري او عملي زده‌کړې او حرفوي وسایل ورکړل شوي دي.

مولوي محمد زاهد احمدزي ډاډ ورکړی، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت هڅه کوي، چې د کار بازار اړتیاوو ته په کتو هېوادوالو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي، تر څو په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټيټه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version