د پاکستاني طالبانو غورځنګ رسنیزو ادرسونو لیکلي، چې نن دوشنبه د دغه غورځنګ ځواکونو د ګلګېت-بلتستان د دیامر ولسوالۍ په تورناله سیمه کې له پاکستاني پولیسو سره نښته کړې.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه نښته کې څلور پاکستاني پولیس هلاک شوي او د یوه لوړ رتبه افسر په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.
ویل شوي، دغه نښته کې د پاکستاني پولیسو دوې موټرې هم تخریب شوې دي.
د یادونې ده چې نن دوشنبه د خیبر پښتونخوا هنګو ولسوالۍ کې هم پر پاکستاني پولیسو برید شوی، چې په ترڅ کې یې یو پولیس هلاک او شپږ نور ټپیان شوي دي.
