د یمن حوثيانو (انصارالله) غورځنګ خبر ورکړی، چې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره یې د سعودي عربستان دوه د نفتو لېږدوونکې کښتۍ په نښه کړي.
د انصارالله وياند یحیی سريع ويلي، چې دا برید وروسته له هغه ترسره شوی، چې سعودي عربستان له سمندري بندیزونو څخه سرغړونه وکړه.
انصارالله همدا راز ریاض ته خبرداری ورکړی، چې د سعودي عربستان په هره برخه د برید وړتيا لري او که دې بريد کولو ته مجبور شي؛ نو پایلې به یې خورا درنې وي.


