د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت د تحقیقاتو عمومي مدیریت د شین چای په روزنه، تکثیر، ګټه اخیستنه او پروسیس پیل کړی.
یاد بوټی د ګربزو صحرا په دورمالکه سیمه کې کرل شوی او په منظم ډول ترې لیدنه او پالنه کېږي، چې دا مهال د نمونوي ودې په حالت کې دی.
د کرنې ریاست مسوولین وايي، په دې هڅه کې دي، تر څو په خوست کې د یاد بوټي کرکیله بریالۍ او دا مهم توکی په هېواد کې د ننه تولید ومومي.