د مراکش حکومتي چارواکو د دغه هېواد په سمندري اوبو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله د دغه هېواد د ۲۵ اتباعو په ګډون د لږترلږه ۶۹ کډوالو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې دا کښتۍ چې د لویدیځې افریقا له سواحلو څخه هسپانیې ته روانه وه، ۸۰ تنه کډوال په کې سپاره وو، چې یوازې ۱۱ تنه یې ژوندي پاتې شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version