بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ياد وزارت وزیر مولوي امیر خان متقي د سوریې د انتقالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر أسعد حسن الشیباني سره ټیلیفوني خبرې کړي.

د ياد وزارت په وينا ښاغلي متقي حسن الشيباني ته په سوريه کې د هغوی د بريا مبارکي ورکړې او له بریا وروسته د سوریې حکومت د عفوې او ښې حکومتولۍ لپاره دریځونه یې ستايلي او هیله یې څرگنده کړې چې افغانستان او سوریه وکولای شي منظمې دیپلوماتیکې اړیکې رامنځ ته کړي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي ښاغلي متقي دغه راز د سوریې په حکومت کې خپل سيال ته ويلی چې افغانانو نږدې نیمه پېړۍ کړاوونه لیدلي او د سوريې اوسنی وضعیت ښه درک کولای شي.

بهرنيو چارو وزارت زياتوي د سوريې د بهرنيو چارو وزير ويلي د ښکېلاک پرخلاف ‏د افغانانو شل کلنه مبارزه مهمه تجربه وه چې زده کړه ترې کېدای شي، او زیاته یې کړه، چې د سوریې خلکو شاوخوا پنځوس کاله سخت کړاوونه لیدلي او اوس له پخواني رژیم څخه ډیرې ناخوالې را پاتې دي.

دغه راز ويل شوي چې سوریې د بهرنیو چارو وزیر هم هيله څرگنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پراخې شي او د دواړو لوريو پلاوي ليده کاته ولري.

د يادونې وړ ده چې سوريه کې واک ته د تحريرالشام غورځنګ له رسېدو وروسته په لوړه کچه د افغان چارواکو سره دا لومړۍ خبرې دي چې کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version