د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت خبر ورکړی، چې د دغه شرکت رئیس مولوي غلامالرحمن کظیم د یونیسف له استازو سره دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړي.
د خبر له مخې، د یونیسف د اوبو او روغتیا ساتنې برخې رئیسې ویلي، چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره په همغږۍ، د څښاک صحي اوبو د برابرولو او د فاضلابو د سیسټمونو د مدیریت د ښه والي په برخه کې اغېزمن او رغنده رول ولوبوي.
نوموړې زیاته کړې، چې یونیسف هڅه کوي د اوبو او روغتیا ساتنې په برخه کې د عامه او خصوصي مشارکت لپاره د پانګونې زمینه برابره کړي، څو له دې لارې په ټول هېواد کې د اوبو رسولو خدماتو ته لاسرسی پراخ شي.
په ورته مهال ښاغلي کظیم د اوبو رسولو د پروګرامونو په ملاتړ کې د یونیسف پر رول ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د ابو رسولو په پروژو کې د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
