رسنیو د پاکستاني چارواکو په حواله راپورونه خپاره کړي، چې په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پرله پسې اورښتونو له امله د یوې ودانۍ چت را لویدلی دی، په دغه پیښه کې د ۱۸ ماشومانو په ګډون ۲۶ تنه مړه شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د بېړنیو حالاتو د ادارې ویاند، تیمور علي خان ویلي: “په تېرو څلورو ورځو کې د پرله پسې اورښتونو په نتیجه کې نږدې ۲۷ تنه مړه شوي دي”.همدارنګه، په دغه ایالت کې د ځمکې ښویدو په پېښه کې، یو تن وژل شوی او ۱۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

بل خوا د بلوچستان د بېړنیو حالاتو د ادارې مشر جهانزېب خان ویلي، چې پدغه ایالت کې د جمعې او شنبې په ورځو کې د یو شمېر کورونو د چتونو د نړېدو له امله پنځه تنه مړه شوي دي.

چارواکو دا هم ویلي، چې له تېرې پنجشنبې راهیسې د سختو ورښتونو له امله په ټول هېواد کې زرګونه ښوونځي تړل شوي دي او همدارنګه د ځمکې ښویېدنې او سېلابونو راوتل د بلوچستان د مرکزي ښارګوټو سره د څو کلیو د تګ راتګ لارې بندې کړي دي.

په ورته وخت کې، د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په ټول هېواد کې د نورو بارانونو او واورې ورېدو وړاندوینه هم کړې ده.

تېر کال په پاکستان کې موسمي بارانونو شاوخوا ۳۳ میلیونه کسان اغېزمن کړي او ۱۷۳۹ کسان یې وژلي وو.

د راپورونو پر اساس دغو سېلابونو د پاکستان اقتصاد ته نږدې ۳۰ میلیارده ډالره زیان اړولی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version