د راپورونو پر اساس ویل شوي، چې د پاکستان له زندانونو څخه د یوې میرمنې په ګډون ۴۰ تنه افغانان ازاد شوي دي.

په کراچۍ کې د افغان حکومت قونسلګرۍ اعلان کړی، چې ازاد شوي افغانان یې په ځانګړو موټرو کې افغانستان ته استولي دي.

یاد افغانان په بېلابېلو وختونو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو لخوا په یو شمېر ښارونو کې نیول شوي و، چې اوس په کراچۍ کې د افغان حکومت د قونسلګرۍ په هلو ځلو ازاد شول او افغانستان ته راواستول شول.

په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په وروستي یوه کال کې د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳ زره او ۲۶۱ تنه افغانان ازاد شوي او افغانستان ته استول شویدي.

په دې وروستیو کې نړۍوالو رسنیو د پاکستان حکومت لخوا د افغان کډوالو سره د بد چلند داسې راپورونه خپاره کړل، چې د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف و؛ پاکستان په لکونو افغان کډوال په جبري توګه له پاکستان څخه ووېستل، ګڼ شمېر نور یې د ماشومانو او میرمنو په ګډون زندانونو ته واچول.

د پاکستان حکومت لخوا له افغان کډوالو سره بد چلند د نړۍوالو او په کور دننه افغانانو لخوا له سختو غبرګونو او نیوکو سره مخ شو، خو د پاکستان حکومت د نړۍوالو له نیوکو سره سره لا هم په اجباري توګه د افغان کډوالو د وېستلو بهیر روان ساتلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version