یو شمېر رسنیو ویلي، چې چارواکو د روسیې په شمال “داغستان” کې د ښځو پر نقاب اغوستلو لنډ مهاله بندیز ولګاوه.

رسنیو د چارواکو له قوله ویلي، چې ښځې د لنډمهال لپاره د ټول مخ پټولو او نقاب اغوستلو څخه منع شوې دي.

د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې دغه پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې دې سیمه کې تېره میاشت پر کلیساوو د بریدونو پرمهال لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

د داغستان چارواکو په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د روسیې مذهبي چارو وزارت په غوښتنه یې دې سیمه کې د لنډمهال لپاره د ښځو پر نقاب اغوستلو بندیز لګولی دی.

دا بندیز داسې مهال لګول کېږي، چې د جون په ۲۳ مه یوه بریدګر له برید وروسته هڅه کوله، چې د نقاب په اغوستلو له سیمې وتښتي.

د داغستان چارواکي وایي، چې دغه بندیز به تر هغې وي، څو چې شته ګواښونه له منځه نه وي تللي او سیمه په پوره ډول نه وي خوندي شوې.

داغستان د روسیې د ۸۵ فدرالي واحدونو څخه یو دی، چې د “خزر” سمندر غربي سواحلو او د قفقاز په ختیځ کې موقعیت لري؛ داغستان ۲.۹ میلیونه تنه نفوس لري، د دغه جمهوریت اوسېدونکي د روسي ژبې ترڅنګ په ۳۰ نورو سیمه ییزو ژبو خبرې کوي.

د نفوس شاوخوا ۸۵ سلنه یې مسلمانان او د سُني مذهب پیروان دي، نږدې ۵۰۰ زره تنه پکې شعیه مذهبه او یوازې ۲.۴ سلنه یې د روسیې ارتودکس کلیساوو باندې عقیده لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version