د خوشبختۍ ځای دا دی چې د افغانستان د ابادۍ په عملیاتو کې تر ځمکې لاندې د ذخیرو په استخراج باندې هم فني، مسلکي او نړیوالو سټندردونو سره سم کار روان دی.

د فاریاب ولایت دولت اباد ولسوالۍ دښتې لیلې کې د مالګې د استخراج چارې رسمًا او عملًا پیل شوې، دمګړی پکې ٥٠٠ هېوادوالو ته مستقیمًا د کار زمینه مساعده شوې چې دا تعداد به ١٠٠٠ نفرو ته ورسېږي.

که هر نفر پسې په اوسط ډول ٥ تنه فامیل محاسبه شي ٢٥٠٠ تنو ته فعلًا د ډوډۍ ګټلو زمینه مساعده شوه او که دا تعداد زرو تنو ته لوړ شي نو پنځه زرو هېوادوالو ته به مستقیم او غیر مستقیم د یو مړۍ ډوډۍ اسره په وطن کې برابرېږي چې دا ډېر د خوشبختۍ ځای دی.

ددې کان د قرارداد هوکړه د زمري د میاشتې په څلورمې نېټې د کانونو وزارت او یو خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د کانونو وزارت ویاند ښاغلي همایون له قوله چې چې ددې کان مساحت څوارلس کیلومتره دی او د ١٥ کلونو په موده کې به ٢٥ میلونو ډالره عاید ترې تر لاسه شي؛ د دې وزارت له قوله چې کال به له ٣٠٠ ټنو څخه تر ٥٠٠ ټنو پورې تولید ولري.

د فاریاب ولایت والي د دې پانګونې په موخه د شرکت له مسولینو او پانګوالو مننه وکړه چې په وطن کې یې پانګونه وکړه او له نورو سوداګرو یې هم وغوښتل او ویې ویل: فاریاب کې د سرو زرو کانونه او زغالو ستر کانونه شتون لري، راشئ خپلې پانګې په وطن کې مصرف کړﺉ، ستاسې پانګونې د وطن د ابادۍ او غنامندۍ سبب ګرځي او زه شخصًا حاضر یم چې د هر پانګوال د امنیت او پانګونې تسهیلات برابر کړم.

پخوا ملي کانونه د هر ولایت د زورواکو قلنګ شمېرل کېدل؛ د فاریاب، تخار، کندز او جوزجان ذخایر د دوستم برخه وه او هغه د ملت غوښې خوړلې، د پنجشېر کانونه د مسعود او د هغه د چریکانو قلنګ و، د بدخشان لالونه د رباني د کورنۍ او فوزیه کوفي برخه وه، همداسې د ولایت په سر شاره معدنیاتو نهنګانو او لېوانو خولې خښې کړې وې او د غني وطن نیستمن ولس زرګونو بدمرغیو کړول.

طالبان هغه ځایونه سینګاروي کوم ځایونه چې د دوی د شهیدانو په وینو سره شوي وي، له دې مخکې موږ ته د دشت لیلې هماغه دردېدلی انځور رامخ ته کېده چې دوستم او چریکان یې تنکي ځوانان او اسیران په بې رحمۍ او بې دردۍ په ټول بربریت له تېغه تېروي او په دغې دشتې کې په رڼا ورځ انسانان وېرېدل.

مګر له دې وروسته به د دشتی لیلې له نوم سره موږ ته د ١٤ کیلومتره اوږد د مالګې کان راته سترګو ته درېږي چې ١٠٠٠ نفره کاریګر پکې ملاتړلي کار کوي، په جوش او جذبې بچیو ته یو مړۍ حلاله ډوډۍ ګټي او وطن ابادوي.

په دشتی لیلې باید ځانګړی مستند جوړ شي چې دشتی لیله له تراژیدۍ تر سوکالۍ ټول داستانونه په دې مستند کې خوندي او راتلونکي نسل ته د قضاوت په توګه پاتې شي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version