احمد مسعود یو څو مخیز او بدلېدونکی شخصیت دی چې د سیمې او نړۍ د استخباراتي قدرتونو په لاس کې د نانځکې په څېر لوبېږي؛ د خپلو شخصي ګټو او نمایشي جبهې لپاره کله د یو هېواد دروازه ټکوي او کله هم بل هېواد ته د سوال لاسونه اوږدوي.

احمد مسعود د پردیو بادارانو تر دروازو په منډو ترړو او سرګردانۍ کې خپل پلار احمدشاه مسعود ته ورته دی، هغه بدنامه څهره چې په کارنامو کې یې د ګاونډیو هېوادونو لپاره ښکاره چوپړ او له خپل هېواد سره یې ښکاره خیانتونه ثبت کړي دي.

احمد مسعود نه یواځې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته، بلکې د امریکا د اشغال پر مهال هم د خپلو شخصي ګټو او ناولو اهدافو لپاره، هر ناولي لاس ته لاس ورکړی او د ډېرو بادارانو د غلامۍ پړی یې په غاړه کړی دی.

د جمهوریت تر پرځېدو او د مسعود د کورنۍ د سیاسي زوال تر نږدې کېدو وروسته، احمد مسعود ډېرې هڅې وکړې چې خپل سیاسي دریځ وساتي؛ یوه داسې باطله هیله چې له یوه خیال او لیونتوب پرته نور هیڅ نه و.

نوموړي په دې موده کې هرې دروازې ته ودرېد او هر چاته یې پناه یووړه، تر څو سیاسي یا مالي ملاتړ ترلاسه کړي، تر دې چې په پوره بې‌ شرمۍ سره یې آین صهیونیستي رژیم ته هم د سوال لاس اوږد کړ.

هغه رژیم چې نه یواځې اسلامي امت، بلکې ډېری غیر اسلامي هېوادونه هم د دوی له جنایتکارو سیاستونو څخه کرکه لري او هڅه کوي چې د ماشومانو له دې قاتل رژیم څخه خپله لاره بېله کړي.

په تېرو څو ورځو کې چې د صهیونیستي رژیم او ایران ترمنځ تاوتریخوالی ډیر شوی، د مسعود د جعلي مقاومت جبهې په یوه اعلامیه کې پر ایران د صهیونیستي رژیم وروستي بریدونه وغندل او ښکاره تېری یې وباله.

دې اعلامیې وښووده چې د دې جبهې مشران، په ځانګړي ډول احمد مسعود څومره دوه‌ مخي او دوکه باز دي، که احمد مسعود په رښتیا د عدالت په اړه غږیږي او ځان د مظلومانو مدافع بولي، هېڅکله به هم د صهیونیستي رژیم دروازې ته نه درېده.

دا اعلامیه ډیر په زغرده څرګندوي چې د مسعود جبهه لکه د احمدشاه مسعود په وخت کې چې وه، د مظلومانو په وړاندې هېڅ د مسؤلیت احساس نه لري او یواځې هغې خواته منډې وهي چې ګټې یې وي. له شخصي او ډله‌ ییزو ګټو پرته، بل هېڅ فکر او انګېزه ورسره نشته.

له داسې دوکه بازو څهرو سره د ایران د تعامل او چلند په اړه باید ووایو: د دوی په دروغجنو شعارونو او ادعاوو باید دوکه ونه خوړل شي، تېر ژوند او تاریخ ته یې په کتو، روښانه کېږي چې دا خلک نه په ژمنه ولاړ دي او نه د اصولو پروا لري، بلکې یواځې هلته ځي چې ګټه یې خوندي وي.

لکه څرنګه چې د جمهوریت له پرځېدو راهیسې تر اوسه پورې، کله امریکا، اسرائیلو او لوېدیځ ته پناه وړي او کله چې ناهیلي شوي، ځانونه یې پاکستان، تاجکستان او اوس ایران ته رسولي دي.

په پایله کې دا واقعیت په ډیره ښه توګه روښانه کېږي چې احمد مسعود او د هغه جعلي جبهه نه یواځې ثابته تګلاره او روښانه دریځ نه لري، بلکې د وچې پاڼې په څېر یې باد هرې خواته په مخه کوي، چیرته یې چې لنډ مهالې ګټې وي، هماغه لوري ته حرکت کوي.

له شک پرته دا ډول خلک چې تاریخ یې د اسلام له دښمنانو سره له ملګرتیا، له اشغالګرو سره د معاملې او د خپلو هېوادوالو په حق کې له خیانتونو ډک دی، هېڅکله نشي کولای د آزادو دولتونو او ملتونو لپاره د باور وړ شریکان جوړ شي.

ځکه خو له داسې فرصت‌ طلبو څهرو سره هر ډول تعامل، د ملي امنیت، سیمه‌ ییزو ګټو او د هېوادونو د آرمانونو لپاره یو جدي ګواښ وي؛ یو داسې ګواښ چې پایلې به یې نه جبرانېدونکې وي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version