د پاکستاني رژیم تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا دېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې مهمې مواصلاتي لارې د هر ډول تګ‌ راتګ پر مخ تړل شوې دي.

د دغه رژیم امنیتي ادارو ویلي، تر بلې خبرتیا خلک نه‌شي کولای خپلې موټرې سړکونو ته وباسي او یا هم پر دغو لارو تګ‌راتګ وکړي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې افغان هوایي ځواک تېره شپه خیبر پښتونخوا کې د پوځي رژیم پر مهمو مرکزونو بریدونه وکړل او له منځه یې یووړل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version