‏د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس، ذاکر جلالي پر اېکس پاڼه لیکلي د افغان حکومت له خوا د ملي ګټو او ملي امنیت د خونديتوب لپاره ټول مشروع او مسوولانه وسایل په هم‌مهاله او همغږي ډول کارول کېږي.

نوموړي زیاته کړې، سره له دې چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د وضعیت د مهار لپاره متقابل او دفاعي اقدامات کړي خو ورسره موازي فعاله ډیپلوماسي هم په جدي توګه پر مخ وړل شوې ده.

د نوموړي په وینا، د ترکیې، قطر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره مشورتي خبرې شوي او د افغانستان رسمي دریځ ورسره شریک شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version