Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د آزادۍ تر نقاب لاندې اجنډا؛ مقاومت جبهه د امریکا د ارزښتونو همغږې که د استخباراتو مهره!؟
    لیکني

    د آزادۍ تر نقاب لاندې اجنډا؛ مقاومت جبهه د امریکا د ارزښتونو همغږې که د استخباراتو مهره!؟

    عمران آغاعمران آغا28 جون 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    مقاومت جبهه د ډيموکراسۍ، بشر حقونو او همه شموله حکومت په اصطلاحاتو کارولو سره هڅه کوي ځان د امریکا د ارزښتونو همغږې معرفي کړي. ياده جبهه دا ژبه ځکه کاروي چې د نړۍوال ملاتړ، مشروعیت او حتی ممکنه مداخلې د جلب لپاره ځان د امریکا د ارزښتونو فکري شریک وښيي.

    د مقاومت جبهې سرلاري هر وخت د نړۍوالو رسنیو له لارې د ښځو، اقليتونو او د بیان آزادۍ موضوعات ځکه ډېر يادوي چې دا د امريکا د سیاستوالو لپاره سیاسي ارزښت لري او هڅه کوي چې ځانونه د ډيموکراټيکو ارزښتونو او تمدن مدافعین او پالونکي وښيي، ترڅو د لوېديځوالو ملاتړ را جلب کړي.

    د ټولو اسلامي او بین المللي قوانينو پر خلاف، امريکا پر افغانستان نامشروع يرغل وکړ چې هم مهاله ورسره فساد، بې عدالتي، ناقانونه نيول، ارزښتونو ته سپکاوی، د خپلواکۍ سلبول، چاپې، بمبارد او نور بېلابېل ظلمونه ترسره شول، چې په پايله کې یې افغانان له يوه لوی ناورين او فاجعې سره مخ کړل او د همدې فاجعې يوه غوښنه برخه همدا د ټلوالې سرلاري (د مخالفو ډلو مشران) وو چې د ولسونو سینو ته یې د امريکايي ټوپکو شپېلۍ ونيولې او غلبېل، غلبېل یې کړل.

    کله چې همدا تش په نوم خيالي جبهه د اقتدار لپاره له بهرنیو هېوادونو مرسته غواړي، د هغوی پر مټ پر ولسونو د بېلابېلو مظالمو ترسره کولو اراده لري او په زرګونه خلک په يوه ورځ له تېغه تېرول غواړي، ایا بیا یې هم تېره شل کلنه فاجعه سترګو ته نه درېږي؟ که د اقتدار د تندې خړوبولو لپاره دا هرڅه روا بولي؟ دا ډول پېښې ولې مقاومت جبهه د بشري حقونو نقض او واقعي فاجعه نه ګڼي؟

    د امريکايي اشغال ملاتړي او ملګري همدا خلک وو چې اسلامي او ملي ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړل او په ټول قوت یې د اشغال د ثبات لپاره هڅې وکړې، خو نتیجه یې بیا هم د تېر په څېر له شرمه ډک تاريخ ته په میراث پرېښوده، مګر اوس د لوېديځوالو د ډیري کوچنۍ پرېکړې ستاينه کوي، ترڅو پر اصلي فاجعه پرده واچوي او خپل مظالم د ولسونو په فکرونو کې کمرنګه او ترې هېر یې کړي.

    ولسونه او لوستي ځوانان باید دې برخې ته پوره پاملرنه وکړي چې د مقاومت جبهې د فعالیتونو، نړیوالو سفرونو او کمپاینونو لګښتونه په خپله د افغانانو له جېب څخه نه دي او نه هم افغانان دومره وس لري چې د دغسې نیابتي ډلې اوږد مهاله مصارفو ته غاړه کېږدي، بلکې ياد مصارف د استخباراتي سازمانونو له لوري د طرحه شويو پروژو په اساس ورکول کېږي او په افغانستان کې خپل ستراتیژيک اهداف پرې تعقيبوي.

    د یادې جبهې په اړه استخباراتي او تاريخي شواهد دا په ډاګه کوي چې له لومړي تر دوهم مقاومته پورې مقاومت جبهه په بېلابېلو وختونو کې د فرانسې، هند، ایران، امريکا او پاکستان له خوا سیاسي، استخباراتي، مالي او نظامي ملاتړ ترلاسه کاوه/کړی او د پورتنيو هېوادونو له لوري تمويل او تجهيز کېږي، چې ښکاره بېلګه یې بېلابېلو هېوادونو ته په ښکاره او پټ سفرونه دي، ترڅو پخواني جمهوريت پال سره راټول او په يوه صف کې یې د سرپرست حکومت په خلاف ودروي، خو یادو هڅو یې له څلورو کلونو راهیسې مثبته نتیجه نه ده ورکړې او نه به هم په راتلونکي کې نتیجه ورکړي.

    مقاومت جبهې په تېر کې د عدالت تر نوم لاندې هغه بې عدالتۍ ترسره کړې چې د افغانستان معاصر تاريخ یې په ليکلو شرمېږي؛ دوی ته یواځې د خپلې ډلې دوهم ځلي واک ته راوستل او خپل شخصي او تنظیمي ګټو ته ارزښت ورکول عدالت ښکاري.

    د مقاومت جبهې ماضي د هغې شمالي ټلوالې له چوکاټ سره تړلې ده چې په تېرو شلو کلونو کې د امریکا تر سیوري لاندې واکمنه او د ګڼو جنګي جرمونو مسؤله ګڼل کېږي؛ د یادې جبهې ترکیب، ځینې رسمي او غیر رسمي څرګندونې اکثره د یوه قوم د ګټو پر محور راڅرخي او يواځې د يوه قوم تمثیل کوي.

    د مقاومت جبهې له پخوانيو او اوسنيو فعاليتونو څخه په ډاګه څرګندېږي چې دغه ډله د آزادۍ تر شعار لاندې د پرديو ګټو د تحقق لپاره کار کوي. یاده جبهه یوه سیاسي او استخباراتي پروژه ده چې له بهرنیو استخباراتي سازمانونو تمویلونکو، د تېرو جنایت‌کارو مشرانو، قومي تنظیمونو او د استخباراتي اجنډاوو سره تړلې ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد جګړه يیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ ۱۹۹ تنه منسوبین له درې مياشتنيو مسلکي زده کړو څخه فارغ شول
    راتلونکي مقاله چين کې افغان سفير له بهرنيو پانګوالو غوښتي چې افغانستان کې له شته اقتصادي فرصتونو ګټه پورته کړي

    مربوطه لیکنې

    بلوچستان او چترال؛ پر نیابتي جبهاتو د پاکستان د اتکاء ناکام انجام

    26 سپتمبر 2026

    د تبلیغاتي جبهو د چوپتیا ارزونه؛ ماته که ستراتیژي؟

    25 سپتمبر 2026

    د امنیت د اخلال لپاره د آزادۍ جبهې منطق؛ د سرتاسري امنیت تر شا واقعیتونه

    21 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 26 سپتمبر 2026

    نورستان کې له ډيورنډ فرضي کرښې څخه د را اوښتلو پرمهال د شر او فساد یوه مشترکه ډله له منځه یووړل شوه

    هندوکش غږ ته رسېدلي معلومات ښيي، چې نورستان کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د…

    د خيبر پښتونخوا اعلی وزير، سهيل افریدی: د اکتوبر پر څلورمه به دومره خلک لاریونونو ته راووځي، چې د پاکستان په تاریخ کې به یې ساری نه وي لیدل شوی

    26 سپتمبر 2026

    د کابل او ډهلي ترمنځ د کارګو الوتنو په شمېر کې د پام وړ زياتوالی راغلی

    26 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نورستان کې له ډيورنډ فرضي کرښې څخه د را اوښتلو پرمهال د شر او فساد یوه مشترکه ډله له منځه یووړل شوه

    26 سپتمبر 2026

    د خيبر پښتونخوا اعلی وزير، سهيل افریدی: د اکتوبر پر څلورمه به دومره خلک لاریونونو ته راووځي، چې د پاکستان په تاریخ کې به یې ساری نه وي لیدل شوی

    26 سپتمبر 2026

    د کابل او ډهلي ترمنځ د کارګو الوتنو په شمېر کې د پام وړ زياتوالی راغلی

    26 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،195 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.