Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د آزادۍ تر چتر لاندې پنځه کاله او د مخالفیو سیاسي زوال
    سیاسي لیکني

    د آزادۍ تر چتر لاندې پنځه کاله او د مخالفیو سیاسي زوال

    عمران آغاعمران آغا15 اگست 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هېواد د پرتمینې آزادۍ پنځه کلن بریالی بهیر دا حقیقت په بې ساري ډول روښانه کړ، چې په ټول هېواد کې د پام وړ امنیت او ثبات تأمین شوی دی. دا لویه لاسته راوړنه د اسد ۲۴مې له مبارکې بریا څخه چې د ملت د هڅو حاصل دی، سرچینه اخلي او ښیي چې افغانان له هر ډول بهرني فشار او بې ځایه مداخلو خلاص شوي او په خپله خاوره کې په خپلواک ډول حکومتولي کوي.

    دغه آزادۍ افغانانو ته موقع ورکړې چې خپلو طبیعي سرچینو او زرینو فرصتونو ته پاملرنه وکړي، د پردیو له تحمیلي پرېکړو ځان وژغوري او د خپلواک اسلامي نظام تر چتر لاندې ارامۍ او امنیت کې ژوند وکړي. افغانانو هم له دې موقع په ښه توګه استفاده کړې، د انساني توان تر کچې یې له ټولو سالمو فرصتونو ګټه پورته کړې او د هېواد په ودانولو کې یې له حکومت سره اوږه په اوږه خدمت کړی.

    د افغان حکومت تښتېدلي مخالفین چې بهرنیو هېوادونو ته په خورا بې ‌وسۍ تښتېدلي دي، د پردیو په ناستو او استخباراتي غونډو کې راټولېږي او د هغوی په تمویل او لارښوونو تبلیغاتي هڅې کوي. دوی په هېواد کې دننه د مؤمن او مجاهد افغان ولس په منځ کې هېڅ ډول اعتبار، حیثیت او ځای نه لري، ځکه ولس پنځه کاله وړاندې لا دوی لیدلي وو چې د پرځېدلي جمهوریت په حاکمیت کې یې د ملي شتمنیو د خوندي کولو پر ځای، دغه شتمنۍ يوازې شخصي اکاونټونو ته انتقالولې.

    نن دا تښتېدلي ناامېده کسان له بهرنیو رسنیو څخه بې‌ بنیاده او دروغجن پروپاګند خپروي، خو د دوی دغه بې‌ګټې هڅې او نعرې د افغان ملت د ویښتیا په مقابل کې بې ‌اغېزې او ناکامې دي. دا ښايي دوی ته هم ثابته شوې وي چې افغانانو د دوی شل کلن تېر ایستونکي شعارونه او دروغجنې وعدې د دوی له واقعیت سره پرتله کړي، چې ترمنځ یې ډېره فاصله موجوده وه.

    بهرني ماتې ‌خوړلي او ناکام اشغالګر هم کله ناکله په غیرمستقیم ډول هڅه کوي چې دا تښتېدلي او شړل شوي عناصر د افغان ولس په وړاندې د فشار د وسیلې په توګه وکاروي، خو افغان مېړنی ملت د بهرنیانو په دغو دروغجنو ډرامو ښه پوهېږي او د پردیو په لومو کې نه لوېږي. اوس په هېواد کې د خپل سرۍ، تنظيمي جګړو، قدرت د جزیرو او غصب کلمې د خلکو له یاده وتلې دي، ځکه پنځه کاله وړاندې د دې ټولو مخه اسلامي نظام، مرکزي رهبرۍ، عدالت او سالمې حکومتولۍ ونیوله.

    ناکام سیاسي سوداګر چې کلونه کلونه یې غوښتل افغانستان په سمتي، قومي او بېلابېلو شخړو کې ښکېل وساتي، اوس د خپل وخت په تر ټولو بد وضعیت کې قرار لري. افغانانو په تېرو پنځو کلونو کې له آزادۍ په ملاتړ سره مخالفینو ته روښانه کړه، چې د بهرنیو آدرسونو پر ځای د دې ملاتړ کوي چې د هېواد ټولې پرېکړې په هېواد کې دننه، په خپلواک ډول وشي او هېواد ودان شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني: افغان حکومت په حکومتدارۍ کې د هېچا فرمایشات نه مني
    راتلونکي مقاله مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

    مربوطه لیکنې

    پاکستان؛ د جمهوریت له سقوط وروسته د مخالفینو د تکیې یوازینی ځای

    3 سپتمبر 2026

    لسیزې وروسته د تورې څېرې سپیناوی؛ نور په جنګسالاري فخر کوي

    2 سپتمبر 2026

    له افغان حکومت سره د تعامل اړتیا او د بې شرمو جنګسالارانو ردېدل

    1 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځنۍ نېټه 5 سپتمبر 2026

    د نن شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    4 سپتمبر 2026

    د نن جمعې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ١٣ مه.#هندوکش‌غږ

    4 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    5 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    4 سپتمبر 2026

    د نن جمعې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ١٣ مه.#هندوکش‌غږ

    4 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،253 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.